یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اوکراين جګړه د بياځلي راشده خلافت زيری راتازه کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د اوکراين جګړه د بياځلي راشده خلافت زيری راتازه کوي

خبر:

د ۲۰۲۲م، د فبروري په څلور ويشتمه نېټه، روسانو عملاً د اوکراین پر خاوره پوځي برید وکړ او تراوسه پورې دوام لري. ياده کشاله په ۲۰۱۴م کال کې د کيف ښار په واک باندې رامنځ ته شوه؛ چې تر هغې مخکې یې واک له روس پوله رهبر سره و. خو کله چې روس پلوه واکمن ګوښه او پرځای يې غرب پلوه رهبر واک لاسته راوړ؛ له روسانو سره يې اړيکې کړکېچنې شوې، چې په پايله کې يې د اوکراين جګړه رامنځ ته شوه.

تبصره:

د بېلابېلو ملتونو پر وړاندې وروستۍ جګړې د تش په نامه نړيوال قدرت (امريکا) دوه مخی سياست بربنډوي، چې څنګه يې د سوري انقلاب مخه ډب کړه او د اوباما په وخت کې يې سوري مسلمانان د روسيې په وژونکي ماشين له منځه يووړل، د ټرمپ ادارې اروپایي هېوادونو(ناټو) ته ګواښ وکړ، چې د روسيې د ګواښونو پر وړاندې د دوی (ناټو) د ساتنې لپاره به خپلې مالي مرستې دوه برابره کړي، بايډن د اروپايي بې ثباتۍ لپاره روسيه پر اوکراين پوځي بريد ته ولمسوله، اروپا يې د نا امنۍ اور ته ورداخله کړه او له برید وروسته يې په روسانو هم بنديزونه ولګول؛ يعنې امريکا له شپنو سره تندی وهي او له لېوانو سره څنګ په څنګ وزې خوري.

دا چې روسيه د واکمن نړيوال لوبغاړي مخينه لري؛ په ۱۹۹۱م، کې د متحده آيالاتو د نيابتي جګړې څخه مخکې د سوسيال شوروي جمهوريتونو (USSR) سرلارې وه؛ اوس په ډېره سادګۍ د امريکايي پلانونو ښکار ګرځي، چې د روسيې هېواد لپاره به ښې پايلې ونه لري. که روسيه غواړي چې د امريکايي دامونو ښکار ونه ګرځي، دوی بايد د امريکا پر وړاندې له چين سره يو ځای د امريکايي اقتصاد مخه ډب کړي.

د پورتنیو ادعاوو پر بنسټ امریکا په ښکاره توګه په فریبناکو سیاسي چلونو بوخته ده، سربېره پر دې ټول سیکولر پانګوال ملتونه د خپلو ګټو او دلچسپیو په معیارونو باندې راټولوي، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې روسیه په اوکرین او امریکا په عراق او نورو هېوادونو باندې بریدونه کوي. د هر هېواد لپاره چې کومه پلمه مناسبه وبولي، یوه توجیه ورته پیداکوي او سملاسي پرې برید کوي. په یقیني ډول امریکايي لاسونه په اوکرایني وینو سره دي، ځکه چې امریکا په ټولو جګړو کې د ماسټرپلان جوړونکې او له روسيې سره په جرم کې شریکه ده. د نړيوالو بحرانونو د رامنځ ته کېدو ستر لامل موجوده حاکمه پانګواله اډيولوژي ده، چې د انسانيت په ژغورلو کې ناکامه شوې ده، موږ په ښکاره ډول د دوی هغه دروغجن انسان دوستانه شعارونه، چې وايي موږ امن غوښتونکي خلک يو، په خپلو سترګو وينو، چې تر اوسه پورې يې يه سومالیا، کشمیر، سوریه، لیبیا، سینکیانګ، ازبکستان او افغانستان کې د جګړې اور ته په يوه او بل نامه لمن وهلې. راځئ له بل هر وخت د دې فرصت رانږدې شوی چې د کفر له ځنځيرونو څخه د اسلام رڼا ته بشريت راوباسو او د نبوت په طريقه بياځلي خلافت تاسيس کړو. همدا خلافت به د داسې سلامتيا تضمينوونکی وي، چې د سلامتيا ترڅنګ به موجوده پانګوال مرضونه هم په اوبو لاهو کړي، هغه مرضونه چې د فاسدې پانګوالې مفکورې په تطبيق سره رامنځ ته شوي او په حل کې يې پانګوالي پاتې راغلې. همدا خلافت به د منابعو په عادلانه وېش کې خپله پاليسي داسې پلې کړي، چې د محدود شمېر کسانو له منګولو به پانګه آزاده او په عادلانه ډول به يې د ټولنې د افرادو ترمنځ وويشي، په دې توګه به د هغه بحرانونو، چې په کېنيا او نوره نړۍ کې ليدل کېږي، پای ومومي. د خلافت په نه شتون کې سرچينې لوټېږي او د ټولنې د افرادو په منځ کې په عادلانه ډول نه ويشل کېږي، پانګه د محدود شمېر کسانو لاس ته لويږي، حتي تر دې پورې چې له يوې وژونکې ناروغۍ څخه هم ګټه پورته کېږي، چې له خلکو څخه کفن وباسي او خپله خېټه پرې اچوي؛ لکه څنګه چې د کويډ ۱۹ په منځته راتلو سره موږ او تاسو د داسې پېښو شاهدان وو. د خلافت په نه شتون کې موږ د بدبختۍ ۱۰۱ کلن انځوريز البوم لرو، چې څه ډول نړۍ له کړاوونو سره لاس او ګرېوان ده؛ نو اې مسلمانانو! راپورته شئ! نن ورځ د خلافت د تاسيس لپاره تر ټولو غوره فرصت محيا شوی دی، اقدام وکړئ او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې خپله ذمه واري خلاصه کړئ! د الله امر ته لبيک ووايئ، چې الله تعالی ستاسو مرسته وکړي.

}يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ{[الاٴنفَال: ۲۴]

ژباړه: اې ايمان راوړونكو! د الله او د هغه د پېغمبر بلني ته لبيك ووايئ، چې كله پېغمبر تاسو ته د هغه شي پر لور بلنه درکړي، چي تاسې ته ژوند بښونكى دى، وپوهېږئ چي الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل دى او د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: عالي نسرو "عالي"

ژباړه: حمزه "صديقي"

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې